ملګرو ملتونو د افغانستان د ۱۱۰ ټولنو څخه د طبیعي پېښو پر وړاندې ملاتړ کړی

د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې، د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۱۰ ټولنې ددې ادارې د هغو پروګرامونو څخه برخمنې سوي دي چې موخه یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د کچې لوړول دي.
IOM

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ویلي، له ۲۰۲۴ کال د پیل څخه تراوسه، ۱۱۰ ټولنو ددې ادارې د ملاتړ او وړتیا لوړولو له پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د میزان په ۲۱مه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دې پروګرامونو موخه دا ده چې د ځایي خلکو وړتیا لوړه سي څو وکولای سي د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رهبري خپل پر غاړه واخلي او د پېښو تر رامنځته کېدو مخکې د خپلو ټولنو خوندیتوب پیاوړی کړي. په اعلامیه کې راغلي، دا پروګرامونه په داسې ډول طرحه سوي چې د ځایي خلکو د مشارکت له لارې د خطر د کمولو، د بحرانونو د مدیریت او د ځواب ویلو مسؤلیت پخپله د هغوی په لاس کې وي. IOM ټینګار کړی چې دغه ډول اقدامات د ټولنو زیان‌منېدنه راکموي او د هغوی د زغم یا مقاومت کچه لوړه وي.

د کډوالو نړیوال سازمان دا څرګندونې د طبیعي پېښو د خطر د کمولو د نړېوالې ورځې په مناسبت کړې دي. دغه ادارې همدارنګه د افغانستان د بشري وضعیت د نازک‌والي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې وروستیو زلزلو او د پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخ ستنېدو لړۍ د افغانستان انساني وضعیت لا پسې سخت کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x