ملا برادر د «کابل فولاد» د فابریکې دوهم پړاو په هرات کې پرانیست

ملا عبدالغني برادر، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، هرات ولایت ته تللی او هلته یې د «کابل فولاد» د ‌اوسپنې ویلی کولو فابریکې دوهم پړاو رسماً پرانیست.
ملا برادر د «کابل فولاد» د فابریکې دوهم پړاو په هرات کې پرانیست

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ملا عبدالغني برادر آخوند د خپل کاري سفر پر مهال د هرات د صنعتي پارک په ساحه کې د «کابل فولاد» د فابریکې دوهم پړاو په رسمي توګه افتتاح کړ.

د پرانېستې په مراسمو کې شیخ احمد اسلام‌جار، د هرات والي، یو شمېر دولتي چارواکي، صنعت‌کاران او د خصوصي سکتور استازي هم حاضر وو. د فابریکې مسؤلینو وویل، له دې پړاو څخه په ګټې اخیستنې سره به د فولادو د تولید کچه لوړه سي او د هرات سلګونه ځوانانو ته به د کار زمینه برابره سي.

ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو پانګونو او ملي تولیداتو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د افغانستان تکیه د ساختماني توکو په وارداتو کې راکمه کړي. دغه پروژه د سرپرست حکومت د صنعتي ودې د پروګرام یوه برخه بلل کېږي، چې موخه یې د سیمې د اقتصاد پیاوړتیا او په ساختماني تولیداتو کې د هېواد پر ځان بسیا کیدل دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x