ملا برادر: اسلامي امارت د عینک د مسو پروژې پیل ته بشپړ چمتووالی لري

memaarpress

د معمار وحدت د خبري اژانس د خبر له مخې: د اسلامي امارت ویندوی نن چهارشنبه (د قوس ۲مه) د عینک د مسو د پروژې قراردادي شرکت له اجرایوي مرستیال ملا برادر سره د لیدنې په اړه خبرتیا خپره کړې ده.

دواړو لورو د عینک د مسو د پروژې د تطبیق او د دغې پروژې د عملي کار د پیل په اړه خبرې وکړې.

د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت ښه فرصت وباله او ویې ویل، د افغانستان اسلامي امارت د عینک د مسو پروژې د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د MCC اجرایوي رییس دویم مرستیال هم د دې پروژې په پیل کې د ملا برادر هڅې وستایلې او ویې ویل چې په دې برخه کې به د پاتې تخنیکي پړاو له بشپړولو وروسته په حقیقت کې خپل کار پیل کړي.

د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د دغه ښار په جنوب کې موقعیت لري. دا کان په ۱۹۷۳ کال کې د افغان جیولوجستانو د یوې ډلې له خوا د روسي انجینرانو په همکارۍ کشف شو او په ۱۹۷۴ کال کې یې د اکتشاف چارې پیل شوې.

بیشتر بخوانید:  اسلام آباد هنديانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې له پاکستانه ووځي

د کان ټول مساحت 800 مربع کیلومتره دی. دا مهال په دې سیمه کې د مسو درې کانونه عینک، دربند، جوهر او ۹۴ معدنونه په ګوته شوي دي. د عینک کان د مسو پرتونه د ځمکې په سطحه په ۴۰ کیلو متر مربع مساحت کې پراته دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x