ملاله یوسف‌زي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله

ملاله یوسف‌زي، د نوبل د سولې جایزه ګټونکې، د هغو هېوادونو پر هڅو توندې نیوکې کړې دي چې غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کړي، او دا کار یې «ریاکاري، تېروتنه او د افغانستان د ښځو سره خیانت» بللی دی.
ملاله یوسف‌زي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ملاله یوسف‌زي د هغو لوېدیځو هېوادونو د زیاتېدونکي تعامل په غبرګون کې، چې غواړي له طالبانو سره اړیکې عادي کړي، دا بهیر «ریاکاري، تېروتنه او د افغانستان د ښځو سره خیانت» بللی دی.

نوموړې په یوه خپور سوي پیغام کې خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول، د هغو میلیونونو افغان ښځو او انجونو د کړاوونو نادیده ګڼل دي چې له بنسټیزو انساني حقونو لکه زده‌کړې، کار او ټولنیز حضور څخه بې‌برخې سوې دي. ملاله ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو وضعیت اوس د هر بل وخت په پرتله ډېر خراب دی، او د طالبانو مشروعیت‌ورکول پرته له دې چې هغوی د ښځو د حقونو درناوی ته اړ کړي، نه یوازې بې‌ګټې، بلکې زیان‌من به وي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په وروستیو اونیو کې قطر، هند، متحده عربي امارات او ځینې نور هېوادونو له طالبانو سره خپلې دیپلوماټیکې اړیکې لوړې کړې دي. د بشري حقونو ډېری فعالان د طالبانو د «تدریجي عادي‌کولو» پر بهیر اندېښنه ښيي او دا یې د افغانستان د بشري ناورین په وړاندې ښکاره بې‌پروایي بللې ده.

ملاله یوسف‌زي، چې په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له یوه برید څخه ژوندۍ پاتې سوې وه، تل د انجونو د زده‌کړې د حق تکړه مدافع پاتې سوې او په بیا بیا یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي څو د ښځو پر وړاندې تبعیض پای ته ورسوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x