مجاهد: طالبان د امریکا او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي

ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د کورنیو رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له متحده ایالاتو سره ښې اړیکې ټینګې کړي.
مجاهد: طالبان د امریکا او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند، ویلي چې د طالبانو اداره هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ متوازنه بهرنۍ تګلاره پرمخ یوسي. مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: «افغانستان چې اوس د طالبانو تر ادارې لاندې دی، نه غواړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد لپاره د ګواښ سرچینه وي، او موږ تمه لرو چې نور هېوادونه هم ورته چلند ولري.»

هغه زیاته کړه چې له امریکا سره د اړیکو بېرته جوړول کولای سي د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانیزي، خو شرط دا دی چې واشنګټن د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې سوې دي چې د طالبانو او لوېدیځ، په ځانګړي ډول د امریکا، اړیکې له ۲۰۲۱ کال راهیسې لا هم ترینګلې پاتې دي. امریکا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، په اړه اندېښنې څرګندوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x