مجاهد: د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه خپاره سوي اظهارات رښتیا نه دي

ذبیح‌الله مجاهد، هغه راپورونه چې د ده له قوله د افغانستان د انټرنېټ د پرې کېدو د علت په اړه خپاره سوي، بې‌اساس بللي دي. نوموړي ویلي، چې په هېڅ خبري ګروپ کې یې په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.
مجاهد: د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه خپاره سوي اظهارات رښتیا نه دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند، هغه راپورونه چې د ده له قوله د افغانستان د انټرنېټ د پرې کېدو د علت په اړه خپاره سوي، ناسم او «بې‌اساس» بللي دي. هغه د چهارشنبې په ورځ، د میزان پر ۹مه، د طلوع نیوز او ځینو نړیوالو رسنیو لکه «اسوشیتډپرس» د راپورونو په غبرګون کې ویلي: «په تېرو دوو ورځو کې خپله هم انټرنېټ ته لاسرسی نه درلود، نو ځکه مې په هېڅ واټس‌اپ ګروپ کې په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.» د «اسوشیتډپرس» د راپور پر بنسټ، ادعا سوې وه چې مجاهد په یو ځانګړي واټس‌اپ ګروپ کې چې د پاکستاني خبریالانو لپاره دی، ویلي وو چې د انټرنېټ پرې کېدل د فایبر نوري کیبلونو د زیانمنېدو له امله دی. طلوع نیوز هم په دې راپور کې لیکلي وو، چې د مجاهد په وینا طالبان هڅه کوي دا کیبلونه ترمیم کړي او د انټرنېټ پرې کېدل دایمي نه دي. خو مجاهد دا څرګندونې رد کړې او ټینګار یې کړی چې په دې اړه یې هېڅ ډول خبرې نه دي کړي او رسنۍ باید ناتایید سوي معلومات خپاره نه کړي. په تېرو دوو ورځو کې، د افغانستان په ټول هېواد کې د انټرنېټ او مخابراتو خدمات په بشپړ ډول پرې سوي وو؛ داسې اقدام چې د خلکو په ژوند او د دولتي، بانکي، تعلیمي او رسنیزو ادارو په فعالیتونو کې یې پراخې ګډوډي رامنځته کړې او له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ سوی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x