متقي په نوي ډهلي کې: د نجونو زده‌کړه حرامه نه ده، خو باید شرعي سي

امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د هند د سفر پر مهال وویل چې د انجونو زده‌کړه په افغانستان کې حرامه نه ده او طالبان هڅه کوي چې د شریعت له اصولو سره سمون ورکړي.
متقي په نوي ډهلي کې: د نجونو زده‌کړه حرامه نه ده، خو باید شرعي سي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، امیرخان متقي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د خپل رسمي سفر پر مهال په هند کې د ښځینه خبریالانو په حضور کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د انجونو زده‌کړه په افغانستان کې حرامه نه ده، خو طالبانو هڅه پیل کړې چې د ښځو او انجونو زده‌کړه د اسلامي شریعت له اصولو سره سمه تنظیم کړي. متقي څرګنده کړه چې تر هغه وخته چې دا بهیر بشپړ سي، د ځینو تعلیمي بنسټونو په ځانګړې توګه د شپږم ټولګي پورته د انجونو لپاره دروازې به لا هم تړلې پاتې وي. هغه زیاته کړه چې دا مهال شاوخوا لس میلیونه زده‌کوونکي په افغانستان کې زده‌کړې کوي، چې له هغې شمېرې ۲.۸ میلیونه یې انجونې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د هند له حکومت څخه د روغتیا، کرنې، کانونو او ورزش په برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه او د دِیوبند مدرسې له عالمانو سره له خپلې لیدنې خوښي وښوده. دغه څرګندونې په داسې حال کې سوي چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې څو ځله د «د انجونو د زده‌کړې د شرعي‌کولو» ژمنه کړې، خو تر اوسه یې نه کومه واضحه طرحه وړاندې کړې او نه هم د انجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو کوم مهالویش اعلان کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x