د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله یوه پاڼه کې لیکلي دي چی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دې ډلې د استخباراتو عمومي مشر عبدالحق وثیق د ابوظبۍ په الشاطي ماڼۍ کې له شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره کتلي دي. سرچينې زياته کړې، چې دغه کتنه د دوشنبې په ورځ (د جوزا ١٤مه) ترسره شوه او دواړو لورو د افغانستان او متحده عربي اماراتو د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې. له بلې خوا د اماراتو رسنیو ویلي، چې په دې کتنه کې د اقتصادي او پراختیايي برخو او په افغانستان کې د بیارغونې او پراختیا پر ملاتړ خبرې وشوې.
- 54
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8932
- کې خپور شو 2:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 8932
- 16 جوزا 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8932
- کې خپور شو 2:46 ب.ظ
- د خبر شمیره 8932
- 16 جوزا 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:46 - 16 جوزا 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments