د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ. هغه وویل چې له طالبانو سره خبرې د دغې ډلې د رسمیت پیژندلو په معنا نه دي. د هغه په وينا، دا خبرې ښيي چې ملګري ملتونه د طالبانو په اړه د پاليسۍ د بدلولو لپاره څومره هڅې کوي. هغه يادونه وکړه، چې افغانان په ځانګړې توګه نجونې بايد په سوله ييزه ټولنه کې د ژوند کولو جوګه شي. اوتونبایوا زیاته کړه چې طالبان له کورني مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت نه شي لرلی. دغه راز د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستيالې او د دغه سازمان د ښځو د چارو اجراييه رييسې سيما باهوس د امنيت شورا په غونډه کې وويل: چی له تیارو څخه د افغان ښځو د خلاصون لپاره باید له ټولو لارو کار واخیستل شي. هغه زیاته کړه چې شاوخوا نیمایي افغان میرمنې وايي چې د طالبانو حکومت باید په رسمیت ونه پیژندل شي. هغه څرګنده کړه: “موږ کله ناکله د افغان ښځو غږ له پامه غورځوو او دا غفلت د افغانستان پر راتلونکي منفي اغېز لري.” خو طالبانو د افغانستان د کړکیچن وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې ملګري ملتونه زموږ د متعصبو مخالفینو په واک کې دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی او تر اوسه د دغه هېواد د کړکېچ د هواري لپاره کومه ګټوره حل لاره نه ده وړاندې شوې. د طالبانو حکومت د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو پریکړو په کولو سره، د عامو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره وضعیت پیچلی او ستونزمن کړی دی. خو تر اوسه له دغه حالت څخه د وتلو کومه لاره نه ده. اوس مهال نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې له طالبانو سره د خبرو هدف د خلکو د ستونزو کمول او له شته وضعیت څخه د وتلو لپاره د حل لارې پیدا کول دي. خو تر اوسه دغو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې. د طالبانو حکومت د ښځو د زده کړې او کارموندنې مسله د دوو لږو مهمو او کوچنیو مسلو په توګه معرفي کړې او تمه لري چې نړیواله ټولنه د دوی حکومت په رسمیت وپیژني. د نړیوالې ټولنې او همدارنګه د خلکو د یوې لویې برخې په وینا، د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند او د بیان د ازادۍ په ډګر کې د خلکو محدودول په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او جنسیتي تبعیض یوه بیلګه ده، چې د نړۍ په هیڅ ځای کې نه لیدل کیږي. اوس نړۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د خلکو وضعیت څاري او دوی باید د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو د ګټو د تامین لپاره یوه پالیسي غوره کړي. د دې وخت را رسېدلی دی چې نړۍ په اجماع سره د افغان ملت د ملاتړ لپاره یوه ګډه او پابنده پالیسي غوره کړي او بندیزونه لیرې کړي تر څو نور د ولس د کړاوونو او ظلمونو شاهدان نه شو.

- 49
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6203
- کې خپور شو 4:00 ب.ظ
- د خبر شمیره 6203
- 8 میزان 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6203
- کې خپور شو 4:00 ب.ظ
- د خبر شمیره 6203
- 8 میزان 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:00 - 8 میزان 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
13:22 - 6 میزان 1404

د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
13:53 - 24 اسد 1404

د طالبانو څلورم کلیزه او په نړیوال نظام کې د افغانستان ځای
18:24 - 21 اسد 1404

د پیژندلو دمخه، وړتیا راوړئ!
18:31 - 23 سرطان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments