د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې په کابل کې د ترکیې د پخواني سفیر اوزان ارطغرل په ګډون د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. د امریکا ځانګړي استازي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له ترکي چارواکو سره د داعش د ګواښونو پر وړاندې د همغږۍ هڅې، د افغانستان په شمال کې د مرستو رسولو او د افغانانو له بشري حقونو څخه د ملاتړ په ګډون پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي. باید وویل شي، چې د امریکا ځانګړي استازي تېره اونۍ هم د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.

- 38
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8753
- کې خپور شو 11:15 ق.ظ
- د خبر شمیره 8753
- 5 جوزا 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8753
- کې خپور شو 11:15 ق.ظ
- د خبر شمیره 8753
- 5 جوزا 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments