فوزیه کوفي: خلیلزاد د افغانستان د جمهوری نظام د ړنګېدو اصلي عامل وو

فوزیه کوفي، د افغانستان د تېر حکومت د ولسي جرګې غړې، په یوه تنده څرګندونه کې زلمی خلیلزاد، د جمهوریت نظام د ړنګېدو اصلي عامل او طالبانو ته د افغانستان د سپارلو ملاتړی بللی دی.
فوزیه کوفي: خلیلزاد د افغانستان د جمهوری نظام د ړنګېدو اصلي عامل وو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، فوزیه کوفي، د تېر حکومت د ولسي جرګې غړې، سه‌شنبه، د میزان په ۲۲مه، په خپله ایکس پاڼه کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ته په خطاب کې لیکلي چې هېڅ شخص، ډله یا هېواد د ده په اندازه د افغانستان د جمهوری نظام د سقوط په برخه کې اغېزناک رول نه‌دی لوبولی.

هغې لیکلي: «شک نسته چې طالبان د پاکستان له‌خوا ملاتړ کېدل او هلته یې پناه‌ځایونه درلودل، خو د هغه ځواک په کارولو سره چې درکړل سوی وو، افغانستان دې طالبانو ته وسپاره.»

کوفي زیاته کړې: «اوس هم ستا دوامداره ملاتړ او هڅې، چې د خپلې لاس‌پوڅې ډلې تبعیضي کړنې سپینې وښيي، خپله ددې واقعیت څرګندونه کوي. البته هغه خبرې چې د مذاکراتو پر مهال مو درلودې، لا هم په یاد مې دي.» هغې ویلي: «موږ د هر هغه هېواد او بنسټ ملاتړ ته ښه راغلاست وایو چې د افغانستان د خلکو له حقه غوښتنې سره د یوه ولسواک نظام د پیاوړتیا لپاره ولاړ وي.

که طالبان هم یو وخت د ولسواکۍ ارزښتونه او انساني اصول ومني، موږ چمتو یو چې له هغوی سره د ګډ راتلونکي د جوړولو لپاره کار وکړو. خو تاسو د حقیقت په تحریف سره خپل مسیر له خلکو او انساني ارزښتونو بېل کړی دی.» فوزیه کوفي په پای کې ټینګار کړی: «اوس تاسو زموږ لپاره د هېڅ چا استازی نه یې، پرته له طالبانو!»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x