علي بلال د مستر المپیا ۲۰۲۵ د سیالیو دوهم مقام وګاټه

علي بلال، د افغانستان ویاړلی ورزشکار، د برېتانیا له رایان ټري سره په نږدې او سختو سیالیو کې، د مستر المپیا ۲۰۲۵ د نارینه‌وو د فزیک په برخه کې دوهم مقام خپل کړ.
علي بلال د مستر المپیا ۲۰۲۵ د سیالیو دوهم مقام وګاټه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، علي بلال، د افغانستان ویاړلی بدن جوړونکی، د یک‌شنبې په سهار (۲۰ د میزان) د رایان ټري پر وړاندې په سیالۍ کې د نارینه‌وو د فزیک دوهم مقام ترلاسه کړ او یو ځل بیا یې د وطن بیرغ پورته کړ.

علي بلال په دې سیالیو کې، چې د مستر المپیا ۲۰۲۵ له تر ټولو نږدې او حیرانوونکو سیالیو څخه وې، د دوهم پرله‌پسې کال لپاره خپل د نایب‌قهرمانۍ عنوان تکرار کړ.

دغه ویاړمن افغان ورزشکار د روزل سوی بدن، دقیق عضلاتي تفکیک او مسلکي نمایش له امله د داورانو او کارپوهانو پام ځانته راواړاوه.

علي بلال په ۲۰۲۴ کال کې د «ارنولډ کلاسیک» نړیوالو سیالیو قهرماني هم خپله کړې وه.

د «مستر المپیا» سیالۍ دا مهال د امریکا د لاس‌وېګاس په ښار کې ترسره کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x