عبیدالرحمن نظامي په افغانستان کې د پاکستان سفیر ټاکل شوی دی

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپا د څانګې مشر عبیدالرحمن نظامي د شنبې په ورځ د سنبلې په پنځمه نېټه د منصور احمد خان پر ځای ټاکل شوی دی.

نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د عمومي رییس او په امریکا کې د دغه هېواد د سفیر مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

منصور احمد خان تر دې مخکې په کابل کې د پاکستان سفیر و.

په افغانستان کې به د خان دنده په دریو ورځو کې پای ته ورسیږي.

ټاکل شوې چې نظامي د اګست میاشتې تر پایه د منصور احمد خان د ماموریت له بشپړېدو وروسته په کابل کې د پاکستان په سفارت کې کار پیل کړي.

بیشتر بخوانید:  د شفافیت نړیوال سازمان: افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د فاسدو هیوادونو په لیست کې شامل شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x