عاکف مهاجر؛ نږدې 11000 شکایتونه ثبت شوي او له 7000 څخه ډیر یې څېړل شوي دی

عاکف مهاجر؛ نږدې 11000 شکایتونه ثبت شوي او له 7000 څخه ډیر یې څېړل شوي دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د حکومت د حساب ورکونې په پروګرام کې ملت ته داسې احصایې وړاندې کړې چې په تېر کال کې په بېلابېلو څانګو کې شاوخوا ۱۱ زره شکایتونه ثبت شوي چې له دې ډلې له ۷ زرو ډېر یې څېړل شوي دي. د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، دغه شکایتونه د میراث، اجباري ودونو او یو شمېر نورو مسلو په تړاو وو. سربیره پردې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د منکراتو د مخنیوي لپاره په بیلابیلو سکتورونو کې د یوولس محدودیتونو د لګولو خبره کوي. دغه وزارت په هېواد کې د جبري ودونو د قضیو د مخنیوي اعلان هم وکړ او ټینګار یې وکړ چې له داسې کسانو سره به قانوني چلند وکړي.

بیشتر بخوانید:  دوه کاله طالبان او مهاجرت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x