طالب چارواکي د دغې ډلې له ډيپلوماتانو او په ايران کې مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل

طالب چارواکي د دغې ډلې له ډيپلوماتانو او په ايران کې مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د رسنیو په حواله، د دې ډلې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن (دوشنبه، ۸ اسد) په ایران کې د طالبانو له سفیر فضل محمد حقاني، د دغې ډلې له ډیپلوماټانو او یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل. د سرچينې په وينا، په دې کتنه کې له ګاونډيو هېوادونو او اسلامي نړۍ سره د طالبانو د حکومت د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پرمختګ او په ايران کې د مېشتو افغان سوداګرو او کډوالو پر وروستيو لاسته راوړنو او ننګونو خبرې وشوې. په ايران کې مېشت يو شمېر افغان سوداګرو د طالبانو د حکومت د اقتصادي تګلارې ستاينه کړې او ويلي يې دي چې له ګاونډيو او ځينو نورو هېوادونو سره د دغې ډلې تعامل او ښې اړيکې د سوداګرۍ او صنايعو په پراختيا کې مرسته کړې ده.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د پوځ لوی درستیز: د پنجشیر ټوله سیمه زموږ په واک کې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x