طالب ویاند: د رسنیو په ملاتړ، د زیربناوو د پراختیا په لټه کې یو

طالب ویاند: د رسنیو په ملاتړ، د زیربناوو د پراختیا په لټه کې یو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې د سترو پرمختیايي پروژو لکه ټاپي پروژې، د نوري فایبر او د اورګاډي کرښې په اړه خبرې وکړې او له دوی یې وغوښتل چې په پراخه کچه پراختیايي پروژو ته انعکاس ورکړي. نوموړي له رسنيو وغوښتل، چې دغه پلانونه ښه کړي او له کارپوهانو سره دې د تحليلي بحثونو له لارې خلکو ته خپل اهميت روښانه کړي. مجاهد ټینګار وکړ چې د عامه پوهاوي زیاتول کولای شي د دغو پروژو په ملاتړ کې د خلکو ونډه زیاته کړي. د رسنیو مدیرانو هم د معلوماتو د ښه والي لپاره وړاندیزونه وکړل.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان او پاکستان د اتباعو لپاره امریکا ته د سفر بندیز
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x