طالبان: کابل له پاکستان او د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

طالبان: کابل له پاکستان او د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پاکستان کې د شهباز شریف په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو سره سم د طالبانو ویاند هیله څرګنده کړې چې د کابل او اسلام اباد اړیکې به ښې او پراخې شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر مدیریت لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې طالبان له پاکستان او د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. مجاهد ټینګار کړی چې طالبان چمتو دي چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي. باید وویل شي، چې د پاکستان پارلمان د ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو سره شهباز شریف د دغه هېواد د صدراعظم په توګه وټاکه. له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي

بیشتر بخوانید:  د پاکستان یوې محکمې د عمران خان د نیولو امر صادر کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x