طالبان: په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده

طالبان: زمینه سرمایه‌گذاری در افغانستان مهیا شده است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د انرجي او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې د ادیف خیریه بنسټ له یو شمېر علماوو او چارواکو سره په لیدنه کې اعلان وکړ چي افغانستان د انرجي د تولید لپاره کافي سرچینې لري او دا مهال په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده. په دې کتنه کې د ترکيې د اديف بنسټ مسوولينو هم وويل چې ترکي سوداګر به وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. دوی په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو او زیربنایي پروژو اهمیت ته اشاره وکړه. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د انرجي او اوبو وزارت او ادیف خيريه بنسټ تر منځ نورې ګډې پروژې هم پلې شوې دي.

بیشتر بخوانید:  اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اعدامونو غندنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x