طالبان په آماده‌باش حالت کې؛ د طالبانو مشر: د کندهار امنیت پیاوړی کړئ

هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو مشر، په یوه خپور سوې غږیز فایل کې خپلو ځواکونو ته، امر کړی چې د ښار په مرکز او ددې ولایت په بېلابېلو ناحیو کې امنیتي تدابیر زیات کړي.
طالبان په آماده‌باش حالت کې؛ د طالبانو مشر: د کندهار امنیت پیاوړی کړئ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د یوه غږیز فایل پر بنسټ چې یوه کاپي یې په رسنیو کې خپره سوې، هبت‌الله اخندزاده، د طالبانو مشر، د طالبانو د ځواکونو، په ځانګړي ډول په کندهار کې ددې ډلې د پولیسو قومندان او له یو شمېر امنیتي آمرانو سره لیدنه کړې او د کندهار د امنیتي وضعیت او بېلابېلو سیمو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه په دې غږیزو خبرو کې د «مخابرې» له لارې د طالبانو د پولیسو قومندان او د کندهار ښار د امنیتي حوزو آمرانو ته امر کړی چې د دې ولایت امنیت په جدي ډول پیاوړی کړي. که څه هم د دغو خبرو دقیق وخت نه دی معلوم، خو سیمه‌ییزې سرچینې یې وروستیو شپو ته منسوبوي.

په دې د طالبانو مشر ته منسوب غږیزه نوار کې اورېدل کېږي چې هغه شاه آقا، د طالبانو د پولیسو قومندان، ته امر کوي چې په دې ښار کې امنیتي اقدامات زیات کړي.

د طالبانو مشر په دې خبرو کې دا یادونه هم کړې چې په وروستي سمینار کې یې واليانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې چې د شپې په امنیتي پلانونو کې برخه واخلي او د شپې ګزمې جدي ونیسي.

دا لومړی ځل دی چې د هبت‌الله اخندزاده د امنیتي قومندانانو او د طالبانو د ټیټې رتبې آمرانو د خبرو غږیز فایل د رسنیو لاس ته ورغلی او منځپانګه یې افشا سوې ده. طالبان تراوسه په رسمي ډول ددې خبرو، او د خپل مشر د وروستیو امرونو په اړه، هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او څه نه دي ویلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x