د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د المپیک ملي کمیټې اعلان وکړ چې حکومت هغه درې ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پیژني چې د افغانستان په استازیتوب د المپیک په سیالیو کې برخه اخلي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک د ملي کمیټې ویاند اتل مشواني ویلي چې یوازې درې ورزشکاران د افغانستان استازیتوب کوي. هغه په دغو سیالیو کې درې نارینه ورزشکارانو ته اشاره وکړه. هغه زیاته کړه: اوس مهال په افغانستان کې د نجونو سپورت بند شوی دی. کله چې نجونې سپورت نه لري، نو څنګه کولای شي چې ملي لوبډلې ته لاړ شي؟ خو اتل مشواني وويل: طالبان يوازې د نارينه ورزشکارانو مسووليت لري او زياته يې کړه: موږ يوازې د هغو درېيو نارينه ورزشکارانو مسووليت لرو چې په المپيک کې برخه اخلي.

- 157
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9419
- کې خپور شو 11:19 ق.ظ
- د خبر شمیره 9419
- 20 سرطان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9419
- کې خپور شو 11:19 ق.ظ
- د خبر شمیره 9419
- 20 سرطان 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 11:19 - 20 سرطان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

روحالله نظری د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو د آسیايي لوبو د برونز مډال ترلاسه کړ
16:41 - 29 میزان 1404


د افغانستان تکواندو لوبغاړي د نړیوالو او آسیایي سیالیو لپاره روان سول
16:58 - 27 میزان 1404

راشد خان یو ځل بیا د نړۍ د توپاچوونکو د درجه بندۍ په سر کې ځای ونیوه
14:55 - 24 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments