طالبان: د اکتوبر اوومه د افغانستان د تاریخ توره ورځ ده

حمدالله فطرت، د طالبانو مرستیال ویاند، د امریکا د یرغل په ۲۴مې کلیزې (د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۷مه) کې دا ورځ د افغانستان د تاریخ «توره ورځ» وبلله او د افغان ولس شل کلن جهاد او مقاومت یې د اشغال پر وړاندې وستایه.
طالبان: د اکتوبر اوومه د افغانستان د تاریخ توره ورځ ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو موقتي حکومت د امریکا د برید د ۲۴مې کلیزې په مناسبت د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر اوومه د هېواد د تاریخ «توره ورځ» ونوموله او دا یرغل یې په کلکه وغنده.

حمدالله فطرت، د طالبانو مرستیال ویاند، په یوه اعلامیه کې وویل:
«پر افغانستان د امریکا برید یو ظالمانه تېری وو چې زرګونه افغانان یې شهیدان، ټپیان، بندیان، مهاجر، بې‌کوره او بې‌سرپناه کړل.»

هغه زیاته کړه:
«اشغالګرو شل کاله خپل مزدوران پر افغانانو واکمن کړي وو، خو وروسته له شلو کلونو امریکایان دې پایلې ته ورسېدل چې دوی پر افغانستان تېری او اشغال کړی وو.»

فطرت ټینګار وکړ:
«هغوی دا درس هم واخیست چې هر څومره یو یرغلګر ځواکمن وي، خو که پر افغانستان برید وکړي، په پای کې د افغانستان د مسلمان ولس د ارادې پر وړاندې تسلیمېږي. موږ د افغانستان د مسلمان ولس جهاد او مبارزه ستایو.»

یاده څرګندونه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا برید پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه، د ۱۱م سپتمبر له بریدونو وروسته، پیل سو او د دې هېواد شل کلن اشغال یې رامنځته کړ. طالبان بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل.

دغه اعلامیه په داسې وخت کې خپرېږي چې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوایي اډې په اړه ګواښوونکې څرګندونې کړې وې، خو د مسکو فارمټ په ناسته کې د سیمې هېوادونو دا خبره رد کړه او د افغانستان د ثبات د ملاتړ ټینګار یې وکړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x