طالبان: د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

طالبان: د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د معمار پرس د خبر له مخې: د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي چی د پولیو واکسین دغه کمپاین به د جولای له اتمې تر ۱۱مې دوام وکړي او د واکسین له لارې به میلیونونه ماشومان د پولیو له ویروسه خوندي شي. ښاغلی زمان زیاتوي چې ټاکل شوې نن د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۱۸مه) د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي. هغه وايي چې په دې کمپاین کې به شاوخوا اته میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي. دغه طالب چارواکي له قومي مشرانو، دیني عالمانو او استادانو غوښتي چې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې لوړه شوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x