د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار پوهنتون له استادانو سره په کتنه کې د دغې ډلې د علم او پوهې په برخه کې د ژمنتیا ادعا وکړه. په دې کتنه کې هغه وویل: اسلامي امارت د علم او پوهې په ارزښت تر بل هر چا زیات پوهیږي او د تعلیمي ادارو د بیا احیا او پراختیا لپاره هلې ځلې کوي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو نن سه شنبه (د سرطان ۱۹مه) اعلان وکړ، چې په دې غونډه کې د ننګرهار پوهنتون استادانو د امنیت له تامین او په هېواد کې د پرمختګ له بهیر څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې د پوهنې د نظام پر پیاوړتیا او د پوهنې د کیفیت پر ښه والي ټینګار وکړ. د طالبانو سیاسي مرستیال د دغو غوښتنو په ځواب کې وویل: اسلامي امارت د تعلیمي نظام پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دې برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.

- 54
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9399
- کې خپور شو 1:04 ب.ظ
- د خبر شمیره 9399
- 19 سرطان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9399
- کې خپور شو 1:04 ب.ظ
- د خبر شمیره 9399
- 19 سرطان 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:04 - 19 سرطان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments