طالبان: بګرام ته د امریکایي ځواکونو بیرته راستنیدل ناممکن دي

محمد نبي عمري، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د امریکا له احتمالي بیرته راستنېدو او د بګرام له اډې سره د تړون په اړه خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې «له امریکا سره د بګرام په اړه هیڅ توافق نه دی سوی او اساساً داسې څه امکان نه لري.»
طالبان: بګرام ته د امریکایي ځواکونو بیرته راستنیدل ناممکن دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، محمد نبي عمري، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د رسنیو هغو راپورونو او اټکلونو په غبرګون کې چې د امریکا د ځواکونو د بګرام هوایي اډې ته د احتمالي بیرته راستنیدو په اړه د طالبانو د توافق امکان ښيي، په قاطعانه ډول دا ادعاوې رد کړې.

عمري په یوه تازه خپره سوي ویډیو کې وویل: «له امریکا سره د بګرام په اړه هیڅ توافق نه دی سوی او د داسې توافق هیڅ امکان نه سته.» هغه خبرداری ورکړ چې که امریکا بګرام ته بیرته راسي، د افغانستان خلک به په دې چپ پاته نسی او ویې ویل: «تاسې لکه د تېر په شان نن هم غیرت لرئ؛ لومړی ما ووهئ، بیا بل او بل.»

عمري همدارنګه د چینايي ځواکونو د حضور او د چین سره د بګرام په اړه هر ډول خبرو راپورونه ناسم وګڼل او وویل: «دغه خبره حقیقت نه لري.» بګرام هوایي اډه، چې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د امریکا تر ټولو لوی پوځي مرکز وو، د ۲۰۲۱ کال د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د طالبانو په کنټرول کې راغله او په وروستیو اونیو کې بیا د رسنیو او سیاسي شنوونکو پام ځانته اړولی دی.





Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x