طالبان او جرمني د سیاسي او بشري اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې دي

طالبان او جرمني حکومتونه د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو او سیاسي او بشري همکاریو د پراخولو لپاره ګامونه پورته کوي.
طالبان او جرمني د سیاسي او بشري اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دوحه کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین په افغانستان کې د جرمني سفارت د شارژدافیر رولف ډیټر رینهارډ سره ولیدل او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحث وکړ.

په قطر کې د طالبانو د سفارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، غونډه د سیاسي اړیکو پیاوړتیا، بشري مرستو او د کابل او برلین ترمنځ د باور فضا رامینځته کولو باندې متمرکزه وه.

جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په کابل کې خپل سفارت وتړل او تر اوسه یې له دې ډلې سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي لرلي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x