طالبان: افغانستان تعلیم یافته ځوانانو ته اړتیا لري، مهرباني وکړئ هیواد مه پریږدئ

طالبان: افغانستان تعلیم یافته ځوانانو ته اړتیا لري، مهرباني وکړئ هیواد مه پریږدئ

 

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري د سنبلې په ۱۹مه له افغانستان څخه د خلکو د ډله ییزې کډوالي په غبرګون کې له تعلیم یافته ځوانانو وغوښتل چې په هېواد کې پاتې شي او خدمت وکړي.

 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې، عمري وویل چې د دې ډلې حکومت به د تعلیم یافته ځواکونو لپاره “عصري او دیني برخو کې” دندې پیدا کړي.

 

هغه زیاته کړه، طالبان تعلیم یافته ځوانانو ته اړتیا لري او له دوی څخه غواړي چې له حکومت سره همکاري وکړي.

بیشتر بخوانید:  د کډوالۍ نړیوال سازمان: په تیرو دوو اونیو کې له ۱۱۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x