طالبانو ښځینه پولیسه “د بلوا ضد” ګمارلې ده

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په هغه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ د عقرب په نهمه خپره شوه، د دې قطعې ښځینه افسرانې هیلمټ او ډالونه لري چې پولیس ځواکونه یې د مظاهرو پر مهال کاروي.

ښاغلي مجاهد تېره شپه (د عقرب په نهمه) په خپله ټویټر پاڼه کې د یو شمېر ښځینه پولیسو د فراغت ویډیو هم خپره کړې او لیکلي یې دي: “یو شمېر ښځینه پولیسې له مسلکي زده کړو او روزنې فارغې شوې.”

ښاغلي مجاهد د دغو ښځو کره شمېره نه ده معلومه کړي، خو په افغانستان کې د جمهوري ریاست له ړنګیدو او د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې سرپرست حکومت د ښځینه پولیسو د فراغت اعلان کوي.

داسې ښکاري چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې قطعې نوم “د عامه امن عمومي ریاست” ته اړولی دی.

بیشتر بخوانید:  جاپان او ملګرو ملتونو د افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ۶ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x