طالبانو په څلورو نویو ولایتونو کې د آسان خدمتونو مرکزونو د پراخولو اعلان وکړ

طالبان از گسترش مراکز خدمات آسان در چهار ولایت جدید خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت د احصایې ملي ادارې اعلان کړې ده چي په څلورو نویو ولایتونو کې به د آسان خدمت مرکزونه فعال شي. په دغو ولایتونو کې ننګرهار، هرات، بلخ او هلمند شامل دي. دغه پرېکړه د برېښنايي تذکرو د وېش پروسې د مدیریت او تطبیق کمېټې په غونډه کې وشوه. په دې کتنه کې په جوزجان، ننګرهار، میدان وردګو او د غزني په اندړو ولسوالیو کې د تذکرو د وېش د نویو څانګو د جوړولو په اړه بحث وشو. اوس مهال د اسان خدمت مرکزونه په کابل، کندهار او خوست ولایتونو کې فعالیت کوي او هره ورځ سلګونه هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو عمومي منشي په کابل کې د روسیې پر سفارت تروریستي برید غندلی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x