د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت په رسنیو باندې د خپلو بندیزونو په دوام، په کابل کې د موسیقۍ په خپرونه بندیز ولګاوه. دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د قوس په ۲۲مه دا اعلان وکړ چي د دغه وزارت محتسبین د چاپي، غږیزو او ویډیويي رسنیو له استازو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل چې د موسیقۍ او هر هغه مطالب له خپرولو ډډه وکړي چې له اسلامي احکامو او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي. دا اقدام په داسې حال کې شوی، چې طالبانو تر دې وړاندې د خوست په څېر ولایتونو کې هم پر رسنیو بندیز لګولی و. دا نوی محدودیت یوه ورځ وروسته له هغه اعلان شو چې د طالبانو استخباراتو رسنۍ مجبوره کړې چې د طالبانو د مهاجرینو د چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني د وژنې په پوښښ کې د “شهید” کلمه وکاروي.

- 52
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112828
- کې خپور شو 7:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 112828
- 22 قوس 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112828
- کې خپور شو 7:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 112828
- 22 قوس 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 19:02 - 22 قوس 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د ښځو د حقونو ضایع کول د شریعت په نوم؛ دا د بشریت پر ضد چلند دی
14:19 - 21 میزان 1404

افغانستان او پاکستان په یوه حساسه لوبه کې له یو بل سره مخامخ کېږي
13:44 - 21 میزان 1404

د پاکستان دفاع وزیر: افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه سي
13:37 - 21 میزان 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د میزان 17)
13:59 - 17 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments