طالبانو په ایران کې میشتو افغانانو ته د هیواد په بیارغونه کې د ګډون غوښتنه وکړه

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ایران کې میشتو افغان کډوالو څخه وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي او د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.
مهاجرین افغانستانی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي تلویزیون په حواله، د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني اعلان وکړ چې له ایران څخه د افغان کډوالو د باعزته راستنیدو لپاره له ایراني چارواکو سره تفاهم شوی دی.

حقاني زیاته کړه چې دا تفاهم د کډوالو د راستنیدو د اسانتیا لپاره د یو ځانګړي میکانیزم پر بنسټ ډیزاین شوی دی.

د یادونې وړ ده چې ایران، د یو ګاونډي هیواد په توګه، په تیرو لسیزو کې د ملیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی او دا کار ته دوام ورکوي

بیشتر بخوانید:  د هرات – تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ پر جوړولو د طالبانو ټینګار
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x