طالبانو پرته له سوده د مېوو د صادراتو حکم صادر کړ

د طالبانو اقتصادي مرستیال د «آریانا افغان» هوايي شرکت ته امر کړی چې د افغانستان وچې او تازه مېوې له هېواده بهر بې‌ له سوده او د اصلي لګښت پر بنسټ صادرې کړي.
طالبانو پرته له سوده د مېوو د صادراتو حکم صادر کړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عبدالغني برادر، د طالبانو د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د «آریانا افغان» هوايي شرکت ته لارښوونه کړې چې د افغانستان وچې او تازه مېوې بهر ته د صادراتو پر مهال ګټه (سود) په پام کې و نه نیسي او دا بهیر دې یوازې د تولید او لېږد د واقعي لګښت پر اساس ترسره کړي.

برادر په دې امر ټینګار کړی چې ددې بهیر د اسانتیا لپاره دې د «آریانا» مسؤلین له نورو هوايي لېږدونکو شرکتونو سره د چارټر الوتنو د تنظیم او د صادراتي محمولو د لېږد په برخه کې نږدې همکاري وکړي.

دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان اقتصاد د بندیزونو، د بهرنۍ مرستې د کمښت او د کډوالو د ستنېدو له ګڼو ننګونو سره مخ دی، او هڅې روانې دي څو د هېواد د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د وچو او تازه مېوو صادرات د عاید د یوه مهمې سرچینې په توګه پیاوړي سي.

نړیوال بانک هم په خپل وروستي راپور کې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د کرنیزو صادراتو پر پوتانسیال ټینګار کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې پراخ فقر او کمزوري بنسټیزې زېربناوې د پرمختګ اساسي خنډونه دي.

د طالبانو دا فرمان کولای سي د صادراتو د زیاتوالي او د افغان بزګرانو د ملاتړ په لور یو ګټور ګام وي، که څه هم د دې فرمان د عملي کولو جزییات تر اوسه نه دي خپاره سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x