طالبانو له اذربایجان سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه

طالبانو له اذربایجان سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه

د طالبانو د ملي دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ثور ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست په کابل کې د اذربایجان د سفارت د بیا پرانستلو هرکلی وکړ او په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې یې د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه. يعقوب مجاهد په دوام وويل چې د دواړو مسلمانو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي او مشترکات شته او ويې ويل موږ غواړو چې د دغو اوږدمهالو اړيکو د پياوړتيا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري پيل کړو. د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم څرګنده کړه چې د اړیکو د پیاوړتیا په حال کې، موږ چمتو یو چې د کابل له حکومت او د دغه هېواد له خلکو سره همکارۍ پراخې کړو.

بیشتر بخوانید:  افراطیت د سیمې او نړۍ امنیت ته یو ګواښ دی.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x