طالبانو د پاکستان پر ضد د «انتقامي» عملیاتو د بریالۍ پای ته رسېدو خبر ورکړ

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د دې ډلې ځواکونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو «انتقامي» عملیات ترسره کړي دي. طالبانو ویلي، دغه عملیات بریالي وو.
طالبانو د پاکستان پر ضد د «انتقامي» عملیاتو د بریالۍ پای ته رسېدو خبر ورکړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو دفاع وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د هوايي حریم د پرله‌پسې نقض او د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې یې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې «انتقامي» عملیات ترسره کړي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات د شپې په ۱۲ بجو د ځایي وخت له مخې پای ته رسېدلي او د طالبانو د سرچینو په وینا، بریالي وو.

د طالبانو دفاع وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې که پاکستان بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړي، د دې ډلې وسله‌وال به د خپل حریم د دفاع لپاره پرېکنده ځواب ورکړي.

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو اونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو شخړې او نښتې زیاتې سوې دي او دواړه لوري یو بل د سرحدي حریم د نقض او د وسلوالو ډلو د ملاتړ په تور نیسي.

بیشتر بخوانید:  افغانستان او پاکستان په یوه حساسه لوبه کې له یو بل سره مخامخ کېږي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x