طالبانو د مخابراتي شرکتونو څخه د کارونکو د معلوماتو بشپړ لاسرسي غوښتنه وکړه

محلي سرچینو په قندهار کې راپور ورکړی چې د مخابراتو وزارت مکلف سوی ترڅو له مخابراتي شرکتونو د کارونکو مکالمې او معلومات د طالبانو د امنیتي ارګانونو په اختیار کې ورکړي
طالبان خواستار دسترسی کامل به داده‌های کاربران از شرکت‌های مخابراتی شدند

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، محلي سرچینې په قندهار کې وایي چې «هبت‌الله اخندزاده»، د طالبانو مشر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته هدایت کړی چې له مخابراتي شرکتونو رسمي تضمین ترلاسه کړي څو طالبانو ته د کارونکو د مکالمو، معلوماتو او ډیجیټل فعالیتونو بشپړ لاسرسی ورکړل سي.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو له شرکتونو غوښتنه کړې چې ځانګړي کلیمې یا کوډونه تعریف کړي، څو چې د هر کارونکي د دې کلیمو د کارولو په صورت کې، د تماسونو، پیغامونو او ډیجیټل فعالیتونو ټول معلومات سمدستي استخباراتي ریاست ته ولیږل سي.

سرچینې وایي، د دې هدایت اصلي دلیل د طالبانو د سختې اندیښنې له امله د رسمي اسنادو او معلوماتو بهر ته د وتلو او همدارنګه د فایبر نوري زیربناوو په بشپړ کنترول کې د دې ډلې د نشتوالي له امله دی.

همدارنګه، څو ورځې وړاندې د مالیې، اقتصاد او مرکزي بانک د وزارتونو یوه هیئت په ټول افغانستان کې د انټرنیټ د قطع کیدو د اغېزو د بحث لپاره قندهار ته سفر کړی او د طالبانو له مشر سره یې وکتل.

کارپوهان وایي، دغه پرېکړې کولی سي په افغانستان کې د سانسور زیاتوالی، د ډیجیټل څارنې سختوالی او په مجازي فضا کې د بیان ازادۍ محدودیت ته لار هواره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x