طالبانو انټرنټ هم وواژه؛ په ۲۱مې پېړۍ کې جهل‌پالنه

طالبانو د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په تړلو، د انټرنټي کلبونو په تړلو، او اوس د انټرنټ په پرې کولو سره، په حقیقت کې د افغانستان د علم، فرهنګ او راتلونکي ریښې پرې کوي
طالبانو انټرنټ هم وواژه؛ په ۲۱مې پېړۍ کې جهل‌پالنه

د طالبانو مشر د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د فایبرنوري انټرنټ د پرې کولو په امر سره یو ځل بیا وښودله چې د دوی دښمني له علم، پوهاوي او ازادۍ سره پای نه لري. دا کار نه یوازې د اسلام مبارک دین د سپېڅلو اصولو او د انساني ارزښتونو خلاف دی، بلکې د افغانستان علمي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز بهیر په مستقیم ډول له ګواښ سره مخ کوي. د انټرنټ پرې کېدل داسې دي لکه یو ځل بیا د ښځو، ځوانانو او راتلونکي نسل پر مخ د علم د دروازو تړل. دا کار باید په منطقي، ديني او علمي دلایلو سره وننګول سي.

طالبانو «د منکراتو د مخنیوي» په پلمه، دا حیاتي وسیله د افغانستان په ځینو سیمو کې بنده کړې ده؛ داسې اقدام چې نه په اصیلو اسلامي ښوونو کې ریښه لري او نه له انساني حقونو او د معاصرې ټولنې له اړتیاوو سره همغږي لري. لکه څنګه چې د اسلام پیغمبر ﷺ ویلي دي: د علم او پوهې زده‌کړه پر هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض ده.

نو څنګه کېدای سي چې د نړۍ تر ټولو ستر کتابتون او ښوونځی ـ انټرنټ ـ له خلکو پټ کړل سي؟

علمي او تعلیمي پایلې: د انټرنټ پرې کېدل د دې معنا لري چې میلیونونه ځوانان، په ځانګړي ډول انجونې او ښځې، له انلاین زده‌کړو او تحصیل څخه بې‌برخې سي. طالبانو مخکې له دې د انجونو او ښځو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي وو، او اوس د دوی وروستۍ هیله، یعنې مجازي زده‌کړه هم له منځه وړي. په داسې حال کې چې قرآن بار بار انسان د «تفکر»، «تعقل» او «تعلیم» پر لور هڅوي، طالبان د دې لارې د اسانتیا پر ځای د جهل تیاره لا پسې خپروي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x