ضمیر کابلوف: د اوکراین په جګړه کې د افغان کمانډو د ګمارلو خبر جعلي دی

ضمیر کابلوف: د اوکراین په جګړه کې د افغان کمانډو د ګمارلو خبر جعلي دی

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د سپوتنیک د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: زه په جعلي خبرونو تبصره نه کوم.

په همدې حال کې د پخواني حکومت یو شمېر لوړ پوړو امنیتي چارواکو تایید کړې چې روسیه غواړي افغان کمانډو او پخواني امنیه قوماندانان د زیاتو پیسو په ورکولو او د استوګنې په ژمنو وګماري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس هم پرون د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د روسیې له خوا د افغان کمانډو د ګمارلو په اړه له راپورونو خبر دی.

پرائس وویل: “البته، دا کومه پټه خبره نه ده چې کرملین په اوکراین کې د جګړې او احتمالي مړینې وړ خلکو لپاره پراخه جال اچولي دي.”

نوموړي د افغان کمانډو له وتلو وروسته د امریکا د بې غورۍ د تورونو په غبرګون کې د SIV او P1 پروګرامونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا ته د افغانانو د تګ لپاره ډېرې لارې شته.

تر دې وړاندې ګڼو لوېدیځو رسنیو د روسیې له خوا د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د ګمارلو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې لوړه شوه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x