د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د سور صلیب نړیوال فدراسیون خبرداری ورکړی چې که په راتلونکو اونیو کې بېړنۍ او اغېزمنې مرستې برابرې نه سي، زرګونه کورنۍ به په افغانستان کې د یو خورا سخت او د ژوند ګواښوونکي ژمي سره مخ سي. دغه بشردوستانه بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د میزان ۹مه، اعلان وکړ چې په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو سیمو کې ژوند کوي، له جدي ګواښ سره مخ دي. د دغو ډېرو کورنیو لپاره لا هم مناسب سرپناه نه دی برابر سوی او د رانږدې ژمي یخنۍ کولی سي د انسانانو د تلفاتو کچه لوړه کړي. ددې فدراسیون په خپرې سوې اعلامیې کې راغلي چې تر اوسه نږدې ۹۰ زره کسانو ته بېړنی خدمتونه لکه روغتیایي پاملرنه، سرپناه، خوراکي توکي او نغدي مرستې برابرې سوې دي، خو اړتیاوې د موجودو امکاناتو په پرتله خورا پراخې دي. د سور صلیب نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بشري کړکېچ د مخنیوي لپاره ژر او پراخ اقدامات وکړي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د لرې پرتو سیمو ډېری خلک د شدید فقر، د مقاومو کورونو د نه لرلو او د خوړو د سرچینو د کمېدو له امله په خورا بې ثباته حالت کې ژوند کوي.

- 39
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151248
- کې خپور شو 1:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 151248
- 10 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151248
- کې خپور شو 1:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 151248
- 10 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 13:28 - 10 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments