سمرقند به په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمینه وي

د اسلامي نړۍ تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (آیسسکو) د ازبکستان د سمرقند تاریخي ښار په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه ونوماوه، او اعلان یې وکړ چې د دې پیښې اړوند جشنونه به راتلونکې سه شنبه د پراخو کلتوري پروګرامونو سره پیل شي.
سمرقند پایتخت فرهنگی جهان اسلام در سال ۲۰۲۵ شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسلامي نړۍ تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (آیسسکو) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې اعلان وشو چې د ازبکستان تاریخي ښار سمرقند د ۲۰۲۵ کال لپاره د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه غوره شوی دی.

د اسلامي نړۍ تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (آیسسکو) وویل چې د دې غونډې لپاره ځانګړي پروګرامونه به د سې شنبې په ورځ، د جوزا په ۷مه پیل شي او د ازبکستان د کلتور وزارت سره په همکارۍ به د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې دوام وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x