سراج‌الدین حقاني: هېڅ سالم عقل باور نه‌ درلود چې طالبان به بریالي سي

سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د پکتیکا ولایت د سفر پر مهال د طالبانو بریا «د بشري عقل له مخې نه‌منل کېدونکې» وبلله او ادعا یې وکړه چې دا بریا د افغانانو د «ولاړې او زغم» مستقیمه پایله ده.
سراج‌الدین حقاني: هېڅ سالم عقل باور نه‌ درلود چې طالبان به بریالي سي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د پکتیکا ولایت د سفر پر مهال د طالبانو بریا «د بشري عقل له مخې نه‌منل کېدونکې» وبلله او ادعا یې وکړه چې دا بریا د افغانانو د «ولاړې او زغم» مستقیمه پایله ده. حقانی د سه‌شنبې په ورځ (۲۲ د میزان) د پکتیکا ولایت په دیله ولسوالۍ کې د وینا پر مهال وویل: «هیڅ عاقل انسان باور نه‌ درلود چې طالبان به بریالي سي، خو دا بریا د خلکو په قربانیو او ملاتړ ممکنه سوه.»

حقاني، چې پخوا د خپلو امنیتي کړنو له امله د نړیوالو بنسټونو تر نیوکو لاندې راغلی وو، هڅه یې وکړه د طالبانو بریا د خلکو لاسته راوړنه وښيي او دا یې یو «ملي افتخار» ونوموه.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه ښځې، مدني فعالان او خبریالان له پراخو محدودیتونو، نیونو او فشارونو سره مخ دي. سره له دې، حقاني ټینګار وکړ چې د طالبانو اوسنی حاکمیت د «د خلکو د مقاومت» نتیجه ده، نه یوازې د دوی د پوځي ځواک. شنونکي وايي طالبان د دې ډول څرګندونو له لارې هڅه کوي خپل انځور د «خلکو د استازو» په بڼه وړاندې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x