د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ د عقرب په ٢٥مه په کاپيسا کې په يوه عامه غونډه کې وويل چې د افغانستان په کافي اندازه اوبه لري او دا ډله د دې وړتیا لري چې د هیواد اوبه اداره کړي. ستانکزي زیاته کړه: په راتلونکي کې به د افغانستان د اوبو ارزښت تر پټرول لوړ شي. نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ايران د چاپېريال ساتنې د ادارې مشر علي سلاجقه ويلي، چې د طالبانو اقتصادي پلاوي تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره دا منلې، چې د هلمند له سيند څخه د ايران د اوبو حق بايد خوشې شي.

- 41
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6934
- کې خپور شو 5:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 6934
- 25 عقرب 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6934
- کې خپور شو 5:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 6934
- 25 عقرب 1402
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 17:01 - 25 عقرب 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments