ریچارډ بینیټ د افغان ښځینه ورزشکارانو لپاره د ورزشي موسسو د ملاتړ غوښتنه وکړه

ریچارډ بینیټ د افغان ښځینه ورزشکارانو لپاره د ورزشي موسسو د ملاتړ غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د دغه هېواد په دننه او بهر کې له ورزشي بنسټونو وغوښتل چې د افغان ورزشکارانو ملاتړ وکړي. هغه وويل، چې افغان ښځې او نجونې په ورزشي سياليو کې د ګډون حق لري او د پاريس د المپيک او پارالمپيک په سياليو کې د افغانستان د تکړه او الهام بخښونکو ښځو او نارينه وو د ګډون په تمه دي. تېره ورځ د افغانستان د المپیک د کمېټې ویاند، چې اوس د طالبانو په ولکه کې ده، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چی دا کمیټه هغه درې میرمنې په رسمیت نه پیژني چې د پاریس په المپیک کې یې برخه اخیستې وه او یوازې درې نارینه یې د افغانستان استازیتوب کوي.

بیشتر بخوانید:  د احصایې او معلوماتو ادارې د آنلاین وار اخیستل سیسټم فعالولو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x