ریچارد بنیټ: طالبان باید خلکو ته په پوره توګه انټرنیټ ته لاسرسی ور وګرځوي

ریچارد بنيټ، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د انټرنټ او ټولنیزو شبکو لاسرسي محدودول د بیان آزادي او معلوماتو ته د لاسرسي حق له ګواښ سره مخ کوي.
ریچارد بنیټ: طالبان باید خلکو ته په پوره توګه انټرنیټ ته لاسرسی ور وګرځوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، ریچارد بنیټ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ویلي چې په افغانستان کې پر انټرنټ او ټولنیزو شبکو تازه محدودیتونه د خلکو د بیان آزادي او د اساسي حقونو نقض دی.

بنیټ د جمعې په ورځ (د میزان ۱۸مه) په خپل راپور کې ویلي چې دا محدودیتونه نه یوازې د افغانانو اړیکې له بهرني نړۍ سره ستونزمنوي، بلکې د خپلواکو خبریالانو او د بشري حقونو د ادارو فعالیتونه هم له خنډ سره مخ کوي. هغه ټینګار وکړ چې «د انټرنټ محدود لاسرسی کورنۍ د بشري مرستو له ترلاسه کولو بې برخې کوي او د بشري حقونو د نقضو د څار پروسه لا سختوي.»

هغه زیاته کړه: «که څه هم دا محدودیتونه لا تراوسه په بشپړ ډول نه دي عملي سوي، خو د ټولنې د خبرو اترو او چلند د کنټرول د یوې تګلارې برخه ښکاري. طالبان باید د خلکو بشپړ لاسرسی انټرنټ ته بېرته ور وګرځوي او له هر هغه اقدام ډډه وکړي چې د بشري حقونو د لا نقض سبب ګرځي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې سوي چې په وروستیو کې راپورونه خپاره سوي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې انټرنټ ډېر ضعیف سوی، ځینې ټولنیزې شبکې فلټر سوې او د اړیکو وسایل بند سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x