راشد خان یو ځل بیا د نړۍ د توپ‌اچوونکو د درجه‌ بندۍ په سر کې ځای ونیوه

راشد خان یو ځل بیا د نړۍ د توپ‌اچوونکو د درجه‌ بندۍ په سر کې ځای ونیوه

د «معمار» خبري اژانس د راپور له مخې، راشد خان، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نومیالی توپ‌اچوونکی، د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په زبردسته ځلیدنې سره، د نړۍ د توپ‌اچوونکو په نوې درجه‌ بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

د Cricket Info د تخصصي وېبپاڼې په وینا، دغه ښي لاسه افغان توپ‌اچوونکی د ابوظبي په درې پرله‌پسې لوبو کې ۱۱ ویکټې واخیستې په داسې حال کې چې د هغه د توپ‌اچونې منځنی امتیاز ۶.۰۹ او اقتصادي نرخ یې ۲.۷۳ وو، چې د هغه د فني مهارت، دقت او فزیکي چمتووالي څرګندونه کوي.

د افغانستان ملي لوبډلې په دې لړۍ کې د ۳–۰ د پام وړ بریا سره د بنګله‌دېش لوبډله ماته کړه، او دا بریا د افغان لوبغاړو روحیه د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره لوړه کړې ده. د دې لاسته راوړنې په پایله کې، راشد خان د شپږم مقام څخه د لومړي ځای تر کچې لوړ سو او د ۷۱۰ رېټینګ امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې د نړۍ د یو ورځنیو لوبو د غوره توپ‌اچوونکي عنوان خپل کړ. کیشاو مهاراج د سویلي افریقا له لوبډلې څخه د ۳۰ امتیازونو په توپیر په دوهم مقام کې ځای لري.

یادونه باید وسي، چې راشد خان له دې وړاندې هم د ۱۴۰۳ کال د لړم (نوامبر ۲۰۲۴) په میاشت کې د لنډ مهال لپاره د نړۍ د توپ‌اچوونکو د جدول په سر کې ځای نیولی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x