د ‌۴٫۹ ریښتر په کچې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول

د ۴،۹ ریښتر په کچې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمی ولړزولې چې د تلفاتو په اړه یې تراوسه معلومات نسته
د ‌۴٫۹ ریښتر په کچې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول

تیره ورځ سهار (سه‌شنبه، د میزان لومړۍ) د ۴٫۹ ریښتر په کچه زلزلې د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې. د هندوستان د ملي جیولوجۍ مرکز د معلوماتو له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۱۲۰ کیلومتره په ژوروالي کې او د جلال‌آباد ښار په شمال کې رامنځته سوې ده. د جلال‌آباد په ښار او شاوخوا سیمو کې د زلزلې زور په څرګند ډول احساس سوی، خو تر اوسه د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل سوی. ځایي چارواکي د وضعیت د څېړلو په حال کې دي. د جیولوجۍ کارپوهان وايي، هغه زلزلې چې په ډېره ژوره کې رامنځته کېږي، عموماً په ځمکه د لږو تاوانونو سبب ګرځي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x