د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام لپاره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ نوملړ اعلان شو

فهرست نهایی تیم ملی فوتبال افغانستان برای رقابت‌های جام ملت‌های آسیا ۲۰۲۷ اعلام شد

د افغانستان فوټبال فډرېشن د جمعې په ورځ، د حوت په ۲۴مه، د تایلینډ پر وړاندې د دوستانه لوبې او د ۲۰۲۷ کال د آسیا د فوټبال جام سیالیو لپاره د ملي ټیم د لوبغاړو وروستی لیست اعلان کړ.

په دې لیست کې ۲۲ لوبغاړي په مختلفو پوستونو کې شامل دي، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

ګول ساتونکي:
اویس عزیزي، فیصل احمد حمیدي، عیسی عزیزي

مدافعین:
عبدالنجم حیدري، محبوب حنیفي، توماس صفري، سلیمان زرمتي، حبیب الله عسکر، امان الله سرداري، محمد نعیم رحیمي

ميډ‌فیلډرز:
رحمت اکبري، حامد امیري، ذوالفقاري نظري، امید پوپلزي، عبدالرازق غفوري، آدم علي رستمي

برید کوونکي:
فرید سادات، فرهاد علیزاده، امید موسوي، پیمان سلطاني، مصور احدي، توفي سکندري

په دې سیالیو کې به د افغانستان ملي لوبډله د ازبکستان روزونکي عثمان توشیف په مشرۍ ترسره شي.

هغه هیله لري چې د تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو د متوازن ترکیب په کارولو سره به لوبډله د آسیا جام وروستي پړاو ته ورسوي.

د افغانستان د ملي لوبډلې د نوملړ اعلان د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام سیالیو لپاره د لوبډلې چمتووالی ښیي.

د افغانستان ملي لوبډله په یوه ستونزمن ګروپ کې له سوریې، پاکستان او میانمار سره مخ ده او باید هڅه وکړي چې په ګروپ کې لومړی مقام ترلاسه کړي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان کورش ملي لوبډله د اسیا په کچه پنځم مقام خپل کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x