د یوناما او طالبانو چارواکو خبرې اترې د ايران مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په تړاو

فضل‌محمد حقاني، د طالبانو سفير، له بوجیدار واسیلف، په تهران کې د يوناما د اړيکو دفتر له رئيس سره د افغان کډوالو او زلزله‌ځپلو ته د مرستو په اړه لېدنه او خبرې کړي دي.
گفتگوی مقامات طالبان و یوناما درباره وضعیت مهاجران افغانستانی در ایران

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ په تهران کې د افغانستان سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې فضل‌محمد حقاني، په ايران کې د طالبانو د سرپرست حکومت سفير، له بوجیدار واسیلف، په تهران کې د ملګرو ملتونو د معاونت د هيئت (يوناما) د اړيکو دفتر له رئيس سره لېدلي او سلا مشورې يې کړي دي.

د دې اعلاميې پر بنسټ، په دې ناسته کې دواړو لورو د ايران مېشتو افغان کډوالو د وضعیت، د مرستو د وړاندې کولو څرنګوالي او د بېرته ستنېدونکو د تنظيم په اړه خبرې کړي دي.

همدارنګه په دې لېدنه کې د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزله‌ځپلو د ستونزو د حل او هغوی ته د مرستو د رسولو د بهير د ښه کېدو پر لارو چارو هم بحث سوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x