د کډوالو ستنېدل؛ طالبانو د اوو زرو څخه د زیاتو کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی

د طالبانو سرپرست حکومت د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون اعلان کړی چې د تېرې ورځې په ترڅ کې ۷ زره او ۱۱۷ افغان کډوال هېواد ته بېرته ستانه سوي دي.
د کډوالو ستنېدل؛ طالبانو د اوو زرو څخه د زیاتو کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو سرپرست حکومت د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون اعلان کړی چې د یوې ورځې په ترڅ کې ۷ زره او ۱۱۷ افغان کډوال هېواد ته بېرته ستانه سوي دي. د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون زیاته کړه چې ۵ زره او ۸۷۵ کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارو د پاکستان څخه، او همدارنګه ۱ زر او ۲۴۲ کډوال د اسلام‌قلعه او د ورېښمو له لارو د ایران څخه هېواد ته بېرته ستانه سوي دي. نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل هېواد ته خوندي نه دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو هڅې د افغان کډوالو د دوامداره بېرته ستنېدو له څپې سره لا پېچلې سوې دي. د کډوالو نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۵ کال کې له ۱،۵ میلیونو څخه ډېر افغانان افغانستان ته بېرته ستانه سوي دي. دغه شورا ټینګار کړی چې بېرته ستنېدونکي افغانان د ځورونې، ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکو مجازاتو او یا هم د نه جبرانېدونکو زیانونو له ګواښ سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x