د کانکور ازموینې ناڅرګندې نېټې زده‌کونکي اندېښن کړي

د کانکور ازموینې ناڅرګندې نېټې زده‌کونکي اندېښن کړي

دغه زده‌کوونکي زیاتوي، د کلونو کړاوونو او هڅو په منلو سره یې پوهنتونونو ته د داخلېدو لپاره چمتووالی نیولی، خو د کانکور د ازموینې برخلیک لا هم روښانه نه‌دی.

له دولسم ټولګي فارغ شوی حسن الله وايي، پنځه کاله یې له خپلې کورنۍ لرې په ډېرو کړاونو سره د کانکور ازموینې لپاره چمتوالی نیولی، خو تر اوسه د کانکور ازموینې د نیټې څه څرک نه لګيږي.

حسن‌الله په‌دې اړه وايي: «له اندرابه کابل ته د کانکور ازموینې چمتوالي ته راغلی یم، څو د خپلې خوښې رشتې ته بریالی شم، خو اسلامي امارت د کانکور ازموینه ځنډوي چې دا موږ ناهیلي کوي.»

دغه زده‌کوونکي د کانکور ازموینې د نیټې نه روښانوالی د نه منلو ګڼي.

زده‌کوونکې صفیه وايي: «د کانکور ازموینه دې تر سره شي چې زموږ راتلونکی څرګند شي، څو د ښوونکي او ډاکټر په توګه خپلې ټولنې ته خدمت وکړو.»

له دې سره سم، په کابل کې د یوه روزنیز مرکز مسوول وايي، سږ کال د کانکور ازموینې د چمتوالي لپاره په ټولګيو کې د زده‌کوونکو شمېر ډېر کم دی.

د یوه کورس مسوول سالم هاشمي وايي: «په هغه صورت کې چې د کانکور ازموینه وانخیستل شي، زده‌کوونکې بې‌انګېزې او بې‌برخلیکه کېږي او دا له هېواده د ځوانانو د وتلو لامل ګرځي.»

بیشتر بخوانید:  له پاکستان څخه د کډوالو شړل؛ له ۱۸۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي دي

د کانکور ازموینه هر کال په ګرمسیر ولایتونو کې د تلې په میاشت کې اخیستل کېده او د ازموینې پایلې د سنبلې په میاشت کې اعلانېدې، خو د لوړو زده‌کړو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د سږ کال د کانکور ازموینه به وځنډول شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x