د کابل ښار پل‌سوخته سیمه له روږدو کسانو پاکه شوه

د کابل ښار پل‌سوخته سیمه له روږدو کسانو پاکه شوه

پل سوخته یا د ( مرګ ښامار) په تېرو شل کلونو کې د نشه‌یي توکو د پلورونکیو او روږدو کسانو لپاره خوندي ځای پاتې شوی و، چې اوس اسلامي امارت پر نشه‌یي توکو د روږدو او د هغو له پلورونکیو پاک شو.

د کابل امنیه قومندانۍ په یوه بې سارې هڅه کې د پل‌سوخته سیمه په بشپړه توګه د روږدو کسانو او د نشه يي توکو د پلورونکیو له شتون پاکه کړه.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، پل‌سوخته په بشپړه توګه د روږدو کسانو له شتون پاک شوی او پر نشه‌يي توکو ټول روږدي کسان د درملنې لپاره د روږدو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه وایي: په تېرو څو ورځو کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه پر نشه‌يي توکو شاوخوا ۱۵۰۰ روږدي راټول او اړوند روغتونونو ته لېږدول شوي، چې په سړه هوا کې د هغوى ژوند له خطر سره مخ نشي.

خالد ځدراڼ زياته کړې؛ د کابل په نورو سيمو کې هم پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ روانه ده او هغه سیمې، چې نشه‌يي توکي په کې پلورل کېږي هم له منځه وړل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په پل‌سوخته سیمه کې د اسلامي امارت له لوري پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو راټولول يو ښه ګام دی؛ ځکه، چې پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو د کابل لویديځ اوسېدونکیو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.

بیشتر بخوانید:  ایډز په افغانستان کې خلک وژني/ د تېر کال په پرتله په ناروغانو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x