د کابل او استانبول ترمنځ د “ترکش ایرلاینز” الوتنې بیا پیل شوې

د کابل او استانبول ترمنځ د “ترکش ایرلاینز” الوتنې بیا پیل شوې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې هوايي شرکت اعلان وکړ چی دا به د می د میاشتې له 21 نیټې څخه د افغانستان پلازمینې کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي. دا خبر په دغه هیواد کې د سیاسي تحولاتو له امله افغانستان ته د دغه شرکت د الوتنو له درې کلن ځنډ وروسته خپور شوی دی. دغه ترکي هوايي شرکت په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد ته خپلې الوتنې بندې کړې وې. د راپورونو له مخې ترکش ایرلاینز په پام کې لري چې د استانبول او کابل ترمنځ په اوونۍ کې څلور الوتنې وکړي. دغه الوتنې به د کابل له حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر څخه د استانبول تر نړیوال هوايي ډګر پورې ترسره شي.

بیشتر بخوانید:  د ایران او روسیې ولسمشرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x